دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 188011
هلمند او ارزګان ولایتونو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي دی
دافغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د هلمند ولایت په ناد علي والسوالۍ کې دافغان ځواکونو دچاڼیزو عملیاتو او د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو له امله ۱۸ وسله والو طالبان وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په یوه بیان کې ویل شوي د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اړوند سیمو کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ طالب ترهګر وژل شوي او زیاته اندازه مخدره او چاودېدنکي توکي کشف او ضبط شوي دي. خبر پاڼه زیاتوي، د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله ۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي
 
https://avapress.com/vdcezv8zzjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته