کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند او ارزګان ولایتونو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي دی

17 سرطان 1398 ساعت 16:36

دافغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د هلمند ولایت په ناد علي والسوالۍ کې دافغان ځواکونو دچاڼیزو عملیاتو او د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو له امله ۱۸ وسله والو طالبان وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي.



د ملي دفاع وزارت له لوري په یوه بیان کې ویل شوي د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اړوند سیمو کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ طالب ترهګر وژل شوي او زیاته اندازه مخدره او چاودېدنکي توکي کشف او ضبط شوي دي. خبر پاڼه زیاتوي، د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله ۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي
 


د مطلب کود: 188011

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188011/هلمند-او-ارزګان-ولایتونو-کې-۱۸-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي-دی

آوا
  https://www.avapress.com