کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوحه کې د سولې بين الافغاني غونډه د ګډې اعلامیې په خپريدو سره ختمه سوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 سرطان 1398 ساعت 9:57

د قطر په دوحه کې د وسله والو طالبانو او د افغان حکومت له لوري د استول شوي پلاوي ترمنځ جوړه شوې دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډه تېر ماسخوتن ناوخت مهال ختمه او د غونډي د گډونوالو له لوري په اته مادو کې د یادې غونډې په پای کې چمتو شوې قطعنامه هم خپره شوه.



د دغې دوه ورځنۍ ناستې د برخه والو له لوري په خپاره شوي پريکړه ليک کې د بين الافغاني مذاکراتو په ژر پيل، په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر خوندیتوب، د سولې لپاره د خبرو پر دوام ټینګار، د جګړې پر ښکېلو غاړو د سختې د ژبې د نه کارولو غږ، پر ملکي تاسیساتو او ولسي ځایونو د بریدونو نه ترسره کولو، د طالبانو او امريکا ترمنځ د روانو مذاکراتو ملاتړ، د جګړې شدت پرکموالي، د أفغانستان په چارو کې د نورو هيوادونو پر نه مداخلې او ځینو نورو موضوعات ټینګار شوی دی.
د قطر د بین الافغاني ناستې د دې پریکړه لیک په پای کې له نریوالې ټولنې، ملګرو ملتونو ، اورپایي ټولنې او ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتل شوي چې د دې ګډې اعلامېې ملاتړ دې وکړي.
د جرمني او قطر هېوادونو په ګډ کوربتوب دغه جوړه شوې وه د افغانانو ترمنځ دریمه خپلمنځي غونډه وه.
ټاکل شوې د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې د اووم پړاو خبرې چې د دې بین الافغاني غونډې د ترسره کیدو په پار ځنډلې وې بېرته پیل شي.
 


د مطلب کود: 188044

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188044/دوحه-کې-د-سولې-بين-الافغاني-غونډه-ګډې-اعلامیې-په-خپريدو-سره-ختمه-سوه

آوا
  https://www.avapress.com