کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې ۵۴ بندیان ازاد شوي

18 سرطان 1398 ساعت 11:38

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د هلمند ولایت له زندان څخه ۵۴ زندانیان ازاد شوي دي.



د هلمند ولایت د استيناف څارنوالۍ مشر قاري رحیم الله وویل چې، د ولسمشر غني د څلورمې ګڼې فرمان له مخې هغه ۵۴ بندیان د دغه ولایت له زندان څخه ازاد شول چې اته کاله یې په زندان کې تېر کړي وو.
قاري رحیم الله وویل: «یاد شمیر کسانو د بند یوه موده تېره کړې وه ، چي دا ځل د ثور د اتمې یا د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت د ولسمشر د څلورمې ګڼې فرمان له مخي ازاد شوي او د یو شمېر نورو زندانیانو د بند په موده کې کموالی راغلی دی»
اوس مهال د هلمند په مرکزي زندان کې د ۳۷۰ سیاسي زندانیانو په ګډون ۱۰۱۹ تنه د ژوند شپې او ورځي تیروي ، چي له دې ډلې شاوخوا ۲۰ تنه یې ښځې دي
 


د مطلب کود: 188053

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188053/په-هلمند-کې-۵۴-بندیان-ازاد-شوي

آوا
  https://www.avapress.com