د هلمند ولایت د استيناف څارنوالۍ مشر قاري رحیم الله وویل چې، د ولسمشر غني د څلورمې ګڼې فرمان له مخې هغه ۵۴ بندیان د دغه ولایت له زندان څخه ازاد شول چې اته کاله یې په زندان کې تېر کړي وو.
قاري رحیم الله وویل: «یاد شمیر کسانو د بند یوه موده تېره کړې وه ، چي دا ځل د ثور د اتمې یا د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت د ولسمشر د څلورمې ګڼې فرمان له مخي ازاد شوي او د یو شمېر نورو زندانیانو د بند په موده کې کموالی راغلی دی»
اوس مهال د هلمند په مرکزي زندان کې د ۳۷۰ سیاسي زندانیانو په ګډون ۱۰۱۹ تنه د ژوند شپې او ورځي تیروي ، چي له دې ډلې شاوخوا ۲۰ تنه یې ښځې دي