کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پلخمری کې یو هوایی برید کې یو کورنۍ ۷ غړۍ وژل شوي

18 سرطان 1398 ساعت 11:40

بغلان ولایت پلخمری ښار کې سیمه ایز سرچینی وایی چی تیره شپه د یو کورنۍ ۷ تنه غړۍ د کوچنیانو او ښځو په ګډون په یو هوایی برید کې د کتب خیل په سیمه کې وژل شوي او یو تن بل سخته توګه ټپی شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، هوایی برید شپه په هغه سیمه کې صورت نیولی دی چی د سیمه ایز سرچینو په وینا هیڅ نښته هلته نه وو شوی.
وژل شویو نږدی خپلوان د جسدونو په لیږدولو سره وایی چی دا برید بیله کوم څه صورت نیولی او تراوسه د دولت له لوری هیڅ ډول اقدام دا پیښی ته رسیدګی لپاره نه دی شوی.
د هغوی په وینا، ددی پيښی قربانیان دری ښځي او څلور کوچنیان دی.
وژل شوی یو څلوېښت کلن ښځه، دوه ۱۷ کلن او پنځه کلن انجونی، څلور ۱۶ کلن، شپږ کلن، دری کلن او یو نوزاد کوچنی شامل دی او یوهمدارنګه ددی کورنۍ پلار ټپی شوی دی.
تراوسه حکومتی چارواکې په دی اړه څه نه دی ویلی.
تراوسه نه دی مشخص شوی چی دا برید د خارجی ځواکونو له لوری ترسره شوي که افغان نظامیانو له لوری.
 


د مطلب کود: 188054

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188054/په-پلخمری-کې-یو-هوایی-برید-کورنۍ-۷-غړۍ-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com