کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمی خلیلزاد افغانستان حکومتی چارواکو او طالبانو ترمنځ سولې ګډ تفاهم موندلو له امله دواړه لوریو ته مبارکي وویل

18 سرطان 1398 ساعت 11:47



د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او  په قطر کې د امریکایي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه د شپې ناوخته لیکلې چې اوس نیمه شپه ده او د سولې بین الافغاني کانفرانس په مثبته فضأ کې پای ته ورسیده، نوموړي د دې کنفرانس د مثبت پای ته رسیدو او د حکومتي چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې ګډ تفاهم موندلو امله خوښ دی او دواړو لوریو ته یې مبارکي ویلې ده.
ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه زیاتوي،:” زه ټولو ګډونوالو، د افغاني ټولنې د ټولو نسلونو استازو، لوړ پوړو حکومتي چارواکو او طالبانو ته د ګډ تفاهم موندلو مبارکي وایم. زه د قطر او آلمان څخه د دې کانفرانس د تنظیمولو مننه کوم”.
 


د مطلب کود: 188056

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188056/زلمی-خلیلزاد-افغانستان-حکومتی-چارواکو-او-طالبانو-ترمنځ-سولې-ګډ-تفاهم-موندلو-له-امله-دواړه-لوریو-ته-مبارکي-وویل

آوا
  https://www.avapress.com