دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 188056
زلمی خلیلزاد افغانستان حکومتی چارواکو او طالبانو ترمنځ سولې ګډ تفاهم موندلو له امله دواړه لوریو ته مبارکي وویل

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او  په قطر کې د امریکایي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه د شپې ناوخته لیکلې چې اوس نیمه شپه ده او د سولې بین الافغاني کانفرانس په مثبته فضأ کې پای ته ورسیده، نوموړي د دې کنفرانس د مثبت پای ته رسیدو او د حکومتي چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې ګډ تفاهم موندلو امله خوښ دی او دواړو لوریو ته یې مبارکي ویلې ده.
ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه زیاتوي،:” زه ټولو ګډونوالو، د افغاني ټولنې د ټولو نسلونو استازو، لوړ پوړو حکومتي چارواکو او طالبانو ته د ګډ تفاهم موندلو مبارکي وایم. زه د قطر او آلمان څخه د دې کانفرانس د تنظیمولو مننه کوم”.
 
https://avapress.com/vdcdkj0f9yt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې