کورنیو چارو وزارت وایي، د لوګر ولایت په مرکز پُل علم ښار کې یې دوه ترهګر طالبان، چې غوښتل یې د ملي پولیسو منسوبین ترور کړي، موخې ته تر دسیدو وړاندې وژلي دي.
لوګر په مرکز پُل علم کې دوه طالبان موخې ته تر رسیدو وړاندې د پولیسو له لوري و وژل شول
18 سرطان 1398 ساعت 11:56
کورنیو چارو وزارت وایي، د لوګر ولایت په مرکز پُل علم ښار کې یې دوه ترهګر طالبان، چې غوښتل یې د ملي پولیسو منسوبین ترور کړي، موخې ته تر دسیدو وړاندې وژلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي،:” دوو ترهګرو طالبانو غوښتل چې د لوګر ولایت د مرکز په اړوند سیموکې یوه ترهګریزه پېښه سازماندهي کړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا له پېژندنې وروسته ووژل شول.
یاد کسان تېر مازدیګر هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې د پُل علم ښار په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو منسوبین ترور کړي.
د وژل شویو ترهګرو جسدونه له یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټرسایکل سره د پېښې په سیمه کې پاتې دي”.
د مطلب کود: 188057