کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: د افغانانو خپلمنځي خبرې ۴۰ کلن کړاو ختمولو ته هیله بښونکې دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 سرطان 1398 ساعت 12:14

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیله من دی چې قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د څلوېښت کلنې جګړې او کړاوونو پای ته رسولو لپاره د لا پرمختګ هیله وروبښي.



نوموړي دا څرګندونې په دوحه کې له طالبانو سره د دوه ورځنیو خپلمنځي خبرو تر پای رسېدو او د یوه هوکړه لیک تر خپرولو وروسته کړې دي.
زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي: " اوس نیمه شپه ده او د سولې بین الافغاني کانفرانس په مثبته فضأ کې پای ته ورسید. زه ټولو ګډونوالو، د افغاني ټولنې د ټولو نسلونو استازو، لوړ پوړو حکومتي چارواکو او طالبانو ته د ګډ تفاهم موندلو مبارکي وایم. زه د قطر او آلمان څخه د دې کانفرانس د تنظیمولو مننه کوم".
ښاغلي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د اوم پړاو د امریکا دوه ورځې ځنډېدلې خبرې به نن (سه شنبه) بېرته پیل شي.
په دې ناسته کې د افغان حکومت یو شمېر چارواکو، طالبانو، افغان سیاست والو او مدني فعالانو ګډن کړی و.
په ګډه اعلامیه کې ټولټال اته مادې راغلي، چې پکې په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر خوندیتوب، د سولې لپاره د خبرو پر دوام ټینګار، د جګړې پر ښکېلو غاړو د سختې د ژبې د نه کارولو غږ، پر ملکي تاسیساتو او ولسي ځایونو د بریدونو نه ترسره کولو او په ټوله کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه شوې ده.


د اعلامیې په پای کې پر نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غږ شوی چې د دې ګډې اعلامیې ملاتړ دې وکړي.
دوحه کې د بي بي سي خبریال اسماعیل سعادت وایي، ښکېلو اړخونو ورته ویلي چې پر ځینو موضوعاتو له اختلاف سره سره ټولو خواو د یو بل خبرو او نظرونو ته غوږ نیولی او ځینو هوکړو ته هم سره رسېدلي دي.
په دې ناسته کې متین بېګ، نادر نادري او شهرزاد اکبر هغه درې کسان وو چې دا مهال په افغان حکومت کې دندې لري، خو دوحه کې یې د افغان حکومت استازولي نه کوله.
د طالبانو په استازیتوب هم ګڼو کسانو په دې ناسته کې ګډون کړی و. دا ناسته د جرمني او قطر هېوادونو په ګډ کوربتوب جوړه شوې وه او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په لړ کې درېیمه ناسته وه.
 


د مطلب کود: 188058

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188058/خلیلزاد-د-افغانانو-خپلمنځي-خبرې-۴۰-کلن-کړاو-ختمولو-ته-هیله-بښونکې-دي

آوا
  https://www.avapress.com