د زابل په شاجوې ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې یو شمېر پولیسو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.
د زابل چارواکي: شاجوی کې ۱۳ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي
18 سرطان 1398 ساعت 14:37
د زابل په شاجوې ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې یو شمېر پولیسو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.
د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو د تېرې شپې ر اهیسې د زابل د شاجوی ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو پر یو شمېر پوستو حملې کړي چې په نتیجه کې یې ۱۳ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د حق بیان په وینا وسلهوالو طالبانو د امنیتي ځواکونو یو شمېر پوستې هم سقوط کړي او د دغه ولسوالۍ بازار ته داخل شوي.
د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال دغه جګړه تأییدوي او وایي، د تلفاتو په اړه دقیق معلومات لا نهدي ورته رسېدلي.
د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي بیا په دغه جګړه کې د ۶ پوستو د سقوط او یو شمېر سرتېرو د وژل کیدو ادعا کوي
د مطلب کود: 188066