دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 188073
د غور ولایت تولک ولسوالی کې امنیتی پوستو باندی د طالبانو ډله ییز برید
د غور سیمه ایز مسؤولین او ولایتی شورا غړۍ وایی چی تیره شپه طالبان د امنیتی ځواکونو پر پوستو د تولک په ولسوالی کې ډله ییز برید کړی دی.

عبدالرحمن عطشان د غور ولایتی شورا د غړو افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل چی تیره شپه نږدی ۱۲ بجی مسلح طالبان پراخ عملیات امنیتی پوستو باندی د تولک په ولسوالی کې ترسره کړی دی.
د هغه په وینا، دا بریدونه د پولیس امنیتی ځواکونو، ملی اردو او سیمه ییز خلګو غورځنګ سخت مقاومت سره مخ شوي او نښتو دواړو لورو ته تلفات اوښتی دی.
ښاغلی عطشان وویل چی تیره شپی نښتی، ملی اردو ۴ تنه سرتیری او ۲ تنه ملی پولیس سرتیری شهید او ۸ تنه نور ددی ځواکونو څخه ټپیان کړی دی.
هغه په دی بیان سره چی د امنیتی ځواکونو ټپیانو وضعیت د وینی تویونې له امله خراب دی ټینګار وکړ چی مسئولینو سره ډیر ټینګارو او اړیکو سربیره ددی پیښی ټپیانو لیږد صحی مراکزو ته تراوسه نه دی ترسره شوی.
د ولایتی شورا دا وکیل ټینګار وکړ چی په دی نښته کې مسلح طالبانو ته هم تلفات اوښتی دی خو دقیق آمار په لاس کې نشته.
هغه وویل چی که ذیصلاح مسئولین جدی توجه ونه کړی نن شپه طالبان به یوځل بیا خپل بریدونه ترسره کړی.
په همدی حال کې، عبدالحی خطیبی د غور والی ویاند ددی برید په تایید سره افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی د ګزارشاتو په اساس تلفات دواړو لورو ته اوښتی دی خو دقیق آمار په لاسته کې نشته.
 
https://avapress.com/vdccm4qs12bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته