دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 188077
د یو لوی جګړی کوچنی قربانیان؛ کوچنیان، جنګی هدف نه دی

 
غزنی کې د یکشنبه(۱۶ سرطان) مرګونۍ برید، ددی لامل شوی چی په سلهاوو زده کوونکې ښوونځیو کې حضور څخه ډډه وکړی.
یکشنبه ورځی چاودنه کې نږدی ۱۲ تنه وژل شوی او ۱۷۹ تنه د هغه جملی څخه لسګونه زده کوونکې ټپیان شوی دی.
د کوچنیانو ژغورنې سازمان غزنی او کابل کې اخیرو چاودنو ته په غبرګون چی په کې ډیر زده کوونکې ټپیان شوی دی، وویل چی افغانستان د کوچنیانو لپاره یو د خطرناکو هیوادونو څخه دی. د اتو کوچنیانو مرګ لامل د لسو کوچنیانو څخه په افغانستان کې چاودنه دی.
تیره اونۍ(۱۰ سرطان) هم د کابل ښار ۱۶ حوزه کې قوی چاودنو او مهاجمانو برید په ترڅ کې، نږدی څلور تنه ووژل شو او لسګونه نور د ښوونځی ۵۱ تنه زده کوونکې په ګډون ټپیان شوی دی. کابل او غزنی بریدونو مسؤولیت طالبانو په غاړه واخیست. دا برید د داخلی او بین المللی پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
افغانستان کوچنیان د یو لوی جګړی کوچنی قربانیان دی. هغوی په عینی حال کې ددی احمقانه جګړی لوی قربانیان تشکیلوی. د ارزونو په اساس په افغانستان کې د هرو لسو کوچنیانو څخه، ۸ تنه کوچنیان د چاودنو په شان پیښو کې وژل کیږی. دا یعنی افغانستان په نړۍ کې د کوچنیانو لپاره بدترینه هیواد دی.
ددی وضعیت مسؤولیت، د جګړی اصلی لورو ته متوجه دی. هم طالبان، هم خارجی ځواکونه او هم دولتی ځواکونه، د غیری نظامیانو وژل کیدو مسؤول بالخصوص ښځو او کوچنیانو وژل کیدو مسؤول دی.
دا په داسی حال کې دی چی کوچنیان هیڅ خطر دواړو لورو ته نه متوجه کوی. هغوی یواځی غواړی د بېری او مرګ نه بغیر، درس ووایی او خپل ځان لپاره په دی لعنت شوی ځمکه کې یو راتلونکې جوړ کړی. دا یو لوی ګناه نه دی او نه شی کیدلای چی سزا یی مرګونۍ بریدونه او جنایتونه وی.
په دی منځ کې، د طالبانو په شان ډلې چی اسلام او جهاد ادعا کوی، څنګه کولای شی د ټپی کوچنیانو او هغوی وینو او تصویرونو څخه صرف نظر وکړی او هغه منطق په اساس چی لری یی، هغه توجیه کړی؟
په دی کې کوم شک نشته چی د دولت امنیتی مرکزونو رامنځته کول د خلګو مسکو سیمو کې، افغانستان جګړه کې نغښتی هیواد کې، یو خطرناک اقدام دی او غیرنظامیانو ژوند د خطر سره مخ کړی دی؛ بناپردی، د اخیرو وژنو مسؤولیت بالخصوص ښوونځیو بی ګناه کوچنیانو قربانی کیدو مسؤولیت دولت ته متوجه دی؛ خو طالبان هم د هغه ډلې په حیث چی اسلام او مسلمانی ته تظاهر کوی باید خپل وحشیانه بریدونو په وړاندی غیری نظامیانو بالخصوص کوچنیانو باندی، توضیح ورکړی.
د اسلام له نظره او د همغه سرچینی په اساس چی جهاد د کفارو په وړاندی جواز کړي، من قتل نفسا بغیر نفس کانما قتل الناس جمیعا.(مائده/۲۳)
یعنی هرچا چی یو کس بیله کوم قتل قصاص ووژنی، داسی دی چی ټوله خلګ یی وژلی دی.
او یا: و من یقتل مؤمنا متعمدا فجزائه جهنم خالدا فیها و لعنه او اعد له عذابا عظیما.(نساء/۹۳)
یعنی هرڅوک چی قصدآ یو مومن ووژنی نو جزا یی دوزخ دی چی په هغه کې به تلپاتی وی او خدای پرهغه باندی غصه کوی او ورباندی لعنت کوی او لوی اعذاب ورته آماده کړی دی.
دا په داسی حال کې دی چی د طالبانو اقدامات نه یواځی داچی غیری قصدی نه دی؛ بلکه حساب سره صورت نیسی. بناپردی، د هغه ډلې تروریستی بریدونو مجریان او طراحیان او برنامه جوړونکې او رهبران، د بی ګناه انسان او مظلوم کوچنیانو وینی تویونې په دلیل، د خدا او هغه خلګ په وړاندی، مسؤول او مجرم دی او د سختو اعذابو مستحقین دی.
 
https://avapress.com/vdcgu79quak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته