دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۵
د مطلب کود : 188079
اجرائیه ریاست: هیله مند یو چی د قطر بین الافغاني ناستې دواړه لوري پرېکړه لیک ته ژمن پاته شی
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي چې د قطر د بین الافغاني ناستې دواړه لوري دې د پرېکړه لیک مادو ته ژمن پاتې شي او عملي دې یې کړي.

دغه ریاست همداشان د قطر د بین الافغاني ناستې ګډ پرېکړه لیک مثبت بولي او د عملي کېدو هیله یې کوي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون په دی اړه رسنیو ته وویل: اعلامیه مثبته ده، امیدواري مو دا ده چې ټول لوري دغې اعلامیې ته ژمن پاتې شي او عملي یې کړي څو د قطر غونډه او دغه اعلامیه د نورو غونډو لپاره یو سرمشق شي چې موږ رسمي مذاکراتو ته او بیا افغانستان کې تلپاتې اوربند او ورپسې دایمي سولې ته ورسېږو.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په بین الافغاني ناسته کې د طالبانو ۱۷ استازو او له کابله یو ۵۳ کسیز پلاوي ګډون کړی و چې حکومتي چارواکي، د ملي شورا او مدني ټولنو ځیني غړي، سیاسیون، د رسنیو استازي او یو شمېر ښځينه فعالان په کې شامل وو.

دغه بین الافغاني ناسته د تاوتریخوالي په بندېدو او د سولې د خبرو په دوام پای ته ورسېده.
د دې ناستې په پرېکړه لیک کې په عام المنفعه تاسیساتو د بریدونو بندېدل، د خلکو د سر او مال د ساتنې تضمین، د سولې د خبرو دوام او د معیوبو او ناروغو بندیانو خوشې کېدل مهم موارد دي.
د اته ماده ییز پرېکړه لیک په پنځمه ماده کې د ناستې ګډونوالو د جنګ په ښکېلو خواو غږ کړی چې په دیني او مذهبي بنسټونو، روغتونونو، ملکي تعلیمي او تحصیلي موسسو، بازارونو، بندونو او کارځایونو بریدونه بند شي.
د یادې مادې یو بل بند ټینګار کوي چې د خلکو د سر او مال د ساتنې تضمین دې وشي او د ملکیانو تلفات دې صفر ته راکم شي.
د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې هوکړې دې په یوه نړیوال کنفرانس کې تأیید او د اړوندو شرایطو په بشپړېدو سره دې د سولې پروسه پيل او د سولې د تړون په تطبیق باندې دې څار وشي.
د روان میلادي کال په مې میاشت کې په مسکو کې یو بین الافغاني ناسته ترسره شوه چې په ګډه اعلامیه کې په اوربند، د ملکي خلکو د ژوند په خوندیتوب، د زندانیانو اړوند مسایل، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د بهرنۍ مداخلې د مخنیوي، ځمکنۍ بشپړتیا او د بین الافغاني خبرو په دوام په کې ټینګار شوی و.
https://avapress.com/vdciyvaz3t1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته