کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د نړیوال بانک مخکېني رئیس ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 سرطان 1398 ساعت 17:45

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د نړیوال بانک مخکېني رئیس شوبهم چوهدري ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د هغه د هڅو د تقدیرولو په خاطر د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ.


په دغو مراسمو کې لومړی د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر په دې اړه د هېواد د جمهوررئیس فرمان ولوست.
جمهوررئیس غني د یاد مډال له ورکړې وروسته په افغانستان کې د مهمو پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې د ښاغلي شوبهم چوهدري د ریښتینو او موثرو هڅو مننه وکړه او نوموړي ته یې په راتلونکو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
دغه راز ښاغلي چوهدري د مډال پر اخیستو او په افغانستان کې پر خپل ماموریت د خوښي د څرګندولو ترڅنګ جمهوررئیس غني ته  په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د افغانستان د اقتصادي او زیربنایي ودې په برخو کې د بریالیتوب هیله وکړه


د مطلب کود: 188085

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188085/جمهوررئیس-غني-په-افغانستان-کې-د-نړیوال-بانک-مخکېني-رئیس-ته-غازي-میر-مسجدي-خان-دولتي-مډال-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com