د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې نن سهار شاوخوا ۷ بجې نامعلومو وسله والو د استناف محکمې دوه تنه کارکوونکي په ډزو وژلي دي.
ننګرهار ولایت استناف محکمې دوه تنه کارکوونکې په ډزو وژل شوي
19 سرطان 1398 ساعت 12:54
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې نن سهار شاوخوا ۷ بجې نامعلومو وسله والو د استناف محکمې دوه تنه کارکوونکي په ډزو وژلي دي.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې د پیښې عاملین له سیمې تښتیدلي او په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د استیناف محکمې رئیس عبدالولي قاضيزاده، پېښه تأييد کړې او وایي چې دواړه کارکوونکي د بېلابېلو دیوانونو مدیران وو چې دندې ته د تللو پر مهال نامعلومو وسله والو وژلي دي.
د پیښې پړه تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
د مطلب کود: 188108