دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 188111
قطر ناسته؛ آیا باید هیله مند اوسو؟

 
طالبانو ډله تعهد کړي چی د غیری نظامیانو، عام المنفعه موسساتو، مدرسو، ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو او خلګو اوسیدو کورونو امنیت تضمین په مقصد تاوتریخوالی کم کړی.
دا ډله او افغانستان ټولنیز او سیاسی څېری چی په قطر کې د ( سولې بین الافغانی کنفرانس ) ترنامه لاندی ناسته کې ګډون کړی وو، خپل آخر قطعنامه کې توافق ته ورسید چی جګړی دواړه لوری تاوتریخوالی کم کړی او خپل رسمی بیاناتوکې انتقان اخیستنې او ګواښونو ادبیاتوپرځای نرم ژبی څخه کار واخلی.
ددی قطعنامه په یو برخه کې راغلی دی چی افغانستان خلګ د جګړی اصلی قربانیان دی.
ګډون کوونکې ویلی دی چی سولې ته رسیدل پایدار سولې، سراسری او باعزت سولې ته رسیدل چی د افغانستان ټولو خلګو غوښته ده، د افغانانو ترمنځ پراخو مذاکراتو کې ممکن دی.
په دی ناسته کې د جګړی زیانونو کې د خلګو ساتنې او مصونیت باندی ټینګار شوی او مذاکره لوری ویلی دی چی د جګړی خرابو پایلو کمولو لپاره باید اقدامات ترسره شی.
کارپوهان وایی چی دا تضمینونه هیڅ څه ته بدلون نه ورکوی؛ داسی چی غزنی کوچنیان تراوسه نه شی کولای د مرګ د بېری له امله ښوونځیو ته لاړ شی او په لسګونه کورنۍ په کابل او غزنی او افغانستان نورو سیمو کې، په ورځ کې په بی ځایه او دروغ او عبث جګړه کې خپل خپلوانو مرګ شاهدان دی.
خلګ باید د توافقاتو او ټینګارونو نتیجه چی کاغذ پرمخ دی، خپل ژوند کې ووینی. هغوی باید شاهد وی چی طالبانو او دولت او خارجی ځواکونو تعهد د غیری نظامیانو وژنو کمولو لپاره څومره کیدلای شی چی صادقانه وی او یا ترڅوم میزان پوری، یو ژبنۍ لوبه یواځی د سیاسی او تبلیغاتی مصارفو په هدف دی.
په دی کی کوم شک نشته چی افغانستان خلګ، د جګړی اصلی قربانیان دی. دا همغه څه دی چی د قضا څخه د دوحه ناستې په آخر بیانیه کې هم ټینګار لاندی قرار نیولی دی؛ خو جګړی لوری د دوحه په ناسته کې د بیګانه هیوادونو په مرسته، همژبۍ شو، د بی ګناه خلګو او غیری نظامیانو وینو په وړاندی کوم تعهد لری؟
طالبان د دوحه په ناسته کې، په ځینو برخو کې خپل تګلاری باندی د نظامی ګری او تاوتریخوالی په برخه کې ټینګار کړي او ادعا کړي چی هغوی مقصد دولتی ځواکونه او نهادونه دی او غیری نظامیانو وژل کیدنه د هغه ډلې په بریدونو کې قصدی نه دی؛ خو دا توجیه د هغه ډلې له لوری چی خپل جګړه جهاد بولی او د اسلامی نظام استقرار لپاره مبارزی ادعا کوی، د توجیه وړ کیدلای شی؟
په دی حال کې، ددی څخه انکار نه شو کولای چی قطر ناستې اعلامیه کې، ډیر مثبت نقطی شتون لری چی کولای شی هیله مندی رامنځته کړی؛ خو دا په یواځی توګه کافی نه دی او یواځی هغه وخت به دا تعهداتو او توافقاتو ته هیله مندی ښودلای شو چی د خلګو ژوند بدلون وکړی، جګړه او تاوتریخوالی ودریږی، غیرنظامیان په ټول افغانستان کې امنیت او مصونیت احساس وکړی او بی ګناه کوچنیان نور په ښوونځیو کې د تروریزم وحشی بریدونو لاندی قرار ونه نیسی.
دا اهدافو ته رسیدو لپاره، اوږده لاره پرمخ ده؛ بالخصوص په داسی شرایطو کې چی افغانستان په تیرو ۴۰ کالو کې، دا ډول ناستې او قسمونه او قطعنامی لږ نه دی لیدلی؛ خو په عمل کې، نه جګړه او جنایت او وژنې او فاجعه، دریدلي او نه جګړی لورو تګلاره او چلند د هغوی مصالحه خبرو سره یوشانتوب درلودلی دی.
په داسی شرایطو کې آیا دوحه مثبت نتایجو ته بالخصوص غیری نظامیانو او ملکی وګړو امنیت په برخه کې هیله مند اوسو؟
دا هغه پوښتنه ده چی ځواب یی باید نږدی ورځو کې د جګړی لوروتګلارو کې وڅېړل شی؛ بیله هغه، دوحه ناسته، یو تبلیغاتی ناسته وه چی یو دروغ قطعنامه سره پای ته ورسیده.
 
https://avapress.com/vdcfycdyyw6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته