کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان ولایت کې یو امنیتی پوسته سقوط کړي

19 سرطان 1398 ساعت 17:46

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي د یوې امنیتي پوستې د سقوط خبر ورکړی.



د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري په دی اړه رسنیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو فیض‌اباد ته نژدې پر ارګو ولسوالۍ د طالبانو د برید په نتیجه کې یوه امنیتې پوسته له‌منځه تللې او طالبانو یې ټول پوځي تجهیزات له ځانه سره وړي دي.
ښاغلی نظري ددې پیښې د مرګ ژوبلې په اړه وایي:"له بده‌مرغه په‌دې عملیاتو کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. وسله‌والو مخالفینو ته هم په‌دې برید کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده."
د بدخشان د ولایتي شورا غړي دا خبر تأییدوي او د امنیتي ارګانونو په کمزورۍ انتقادونه کوي.
دوی وایي، که د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه وانه‌خېستل شي، مرکز فیض‌اباد به هم له ګڼو خطرونو سره مخامخ شي.
طالبانو تر اوسه په‌دې اړه تبصره نه‌ده کړې.


د مطلب کود: 188132

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188132/په-بدخشان-ولایت-کې-یو-امنیتی-پوسته-سقوط-کړي

آوا
  https://www.avapress.com