دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکني پراخو عملیاتو کې یې د وسله والو طالبانو ۲۰ تنه جنګیالي وژلي دي.
فاریاب ولایت کې پراخو ځمکني او هوایی عملیاتو کې وسله والو طالبانو ۲۰ تنه جنګیالي وژل شوي
19 سرطان 1398 ساعت 20:52
دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکني پراخو عملیاتو کې یې د وسله والو طالبانو ۲۰ تنه جنګیالي وژلي دي.
دفاع وزارت په یوه خبر پآڼه کې ویل شوي چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په نوي خان نومي کلي کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ هوایي او ځمکني عملیات کړي چې په پایله کې یې دغلته ۲۰ طالب وسله وال وژل شوي دي.
د خبر پاڼې له قوله د دې عملیاتو په ترڅ کې دوه افغان امنیتي سرتیري هم ټپیان شوي دي.
د مطلب کود: 188139