د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي، هغه کسان به ډېر ژر خوشې شي چې په وروستيو کې د پوځي عملياتو پر مهال نيول شوي دي.
ميدان وردګ: هغه کسان به خوشې شي چې د عملياتو پر مهال نيول شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سرطان 1398 ساعت 9:20
د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي، هغه کسان به ډېر ژر خوشې شي چې په وروستيو کې د پوځي عملياتو پر مهال نيول شوي دي.
په دايميرداد ولسوالۍ کې د سې شنبه ناوخته افغان ځواکونو عمليات وکړل چې ويل کېږي په نتيجه کې يې ٤ کسان وژل شوي دي.
د ميدان وردګ چارواکي وايي، په وژل شويو کې ٣ تنه روغتيايي کارکوونکي او يو ملکي وګړى شامل دى.
د والي وياند ويلي، په وژل شويو کې يو تن د طالبانو د روغتيايي چارو مسؤل و.
د والي وياند محب الله شريفزي ازادي راډيو ته وويل، نيول شوي کسان به د څېړنو تر بشپړېدو وروسته خوشې شي: "ځينې کسان ځکه بېول شوي چې له هغې سيمې وسلهوالو طالبانو هم استفاده کوله، په هغه پېښه کې د طالبانو ١٢ موټرسايکلونه، يو موټر او مهمات هم لهمنځه وړل شوي وو. د طالبانو روغتيايي چارو مسؤل همالته وژل شوى دى. ځينې کسان د تحقيقاتو لپاره بېول شوي چې خوشې کېږي به. کومه ځانګړې ستونزه نه شته."
په نيول شويو کسانو کې يو تن د دغه کلنيک ډاکټر دى.
وسلهوالو طالبانو ويلي چې پهدې پېښه کې دوى ته زيان نهدى اوښتى
د مطلب کود: 188142