د دغې ادارې رئيس احمد جاوید رسولي، د پنجشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۰مه) د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، افغانستان اوسمهال ۳۲.۲ میلیونه نفوس لري، خو هرکال په دغه هیواد کې د نفوسو وده ۲.۱۴ فیصدو ته رسیږي.
د ښاغلي رسولي پر وینا، د افغانستان د ټول نفوس ۱۶.۴ میلیونه وګړي سړیان او ۱۵.۸ میلیونه یې ښځې دي، چې نږدې ۴۸ فیصده یې له پنځلسو کلونو څخه کم عمر لري.
هغه زیاته کړه: "په جنوبي آسیا کې چې موږ په کې موقعیت لرو د نفوسو وده ۱.۲۰ ده، که دا پرتله کړو نو افغانستان تر ټولو زیاته د نفوسو چټکه وده لري، چې ۲.۱۴ ده".
ښاغلي رسولي وویل، د افغانستان اقتصادي وده په یو کال کې ۲.۷ فیصدو ته رسیږي، چې دا د نفوسو د ودې په پرتله خورا ټیټه ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)