دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 188159
د غزنی اخیرو چاودنو قربانیانو ته ۵.۶ میلیون افغانی اختصاص شوي
د غزنی سیمه ییز چارواکې خبر ورکوی چی غزنی دوو اخیرو بریدونو قربانیانو سره نقدی مرستی شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، چهارشنبه(۱۹ سرطان) د ماسپښین وروسته د اسدالله فلاح، د ولسمشر مشاور او ملی دفاع وزارت سرپرست په ګډون د شامیر شهر سیمی موټربم چاودنې او غزنی ښار محمدیه مسجد خاک غربیان چاودنې قربانیانو سره نقدی مرستې وشوی.
عارف نوری، د غزنی والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی د شهیدانو کورنۍ لپاره ۱۰۰ زره افغانی، د سختو ټپیانو لپاره ۵۰ زره افغانی، د متوسط ټپیانو لپاره ۲۵ زره افغانی او سطحی ټپیانو لپاره ۱۰ زره افغانی نقدی مرستی وشوی.
وحیدالله کلمیزی، د غزنی والی ددی دوو بریدونو قربانیانو سره نورو مرسته وعده هم ورکړی دی او وویل چی ۵،۶ میلیون افغانی غزنی قربانیانو لپاره اختصاص شوی دی.
په همدی حال کې د غزنی ځینی اوسیدونکې ددی مرستو څخه قدردانی ترڅنګ، د دولت څخه غواړی چی د امنیت تامین لپاره او انتحاری او چاودنو مخنیوی لپاره غزنی ښار او نورو سیمو کې، باید امنیتی او کشفی ارګانونه په ښه توګه تجهیز او پیاوړۍ شی ترڅو نور اوسیدونکی قربانی ورنه کړی.
یادولو وړ دی چی تیره ورځ د ملی دفاع وزارت سرپرست د ولسمشر مشاور او قاطع ملاتړ ځواکونو عمومی قومانده سره هم د غزنی امنیتی وضعیت څیړلو او اخیرو بریدونو قربانیانو پوښتنو ته غزنی ښآر ته سفر کړی وو.
 
https://avapress.com/vdchm6nzw23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته