دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 188171
د هوایي بمباریو پر مهال د ۲ داعش ترهګرو په شمول د ۲۱ طالب وسله والو وژل کیدل
نظامي چارواکي وایي، په میدان وردګ، غزني، هرات ، کندز او ننګرهار ولایتونو کې د بېلابیلو هدفمنده هوایي حملو پر مهال یې د ددو داعش ترهګرو په ګډون ۲۱ طالب وسله وال وژلي دي.
خامه پریس خبري اژانس ته د را استول شوې خبر پاڼې په حواله، د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د هوایي یوې حملې په پایله کې ۶ طالب وسله ول، د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې ۳ طالب وسله وال، د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې ۲ طالب وسله وال، دکندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ۸ طالب  وسله وال او د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې  ۲ داعش ترهګر د بېلا بیلو هدفي هوایي بمباریو پر مهال وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzwb88rhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته