کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تخار ولایت نمک آب ولسوالی ۸ کلۍ د ترهګرو شتون څخه پاک شو

22 سرطان 1398 ساعت 13:18

د هیواد په شمال کې سیمه ییز چارواکې وایی چی د ۱۰۲ پامیر عملیات په جریان کې په یوه اونۍ کې د نمک آب په ولسوالی کې، ۸ کلۍ د حکومت مخالف وسله وال له شتون څخه پاکسازی شوی او دا عملیات ددی ولسوالی پوره پاکسازی پوری ادامه لری.



 
غلام حضرت کریمی، د پامیر ۲۱۷ قول اردو ویاند د هیواد په شمال کې نن سهار شنبه(۲۲ سرطان) خبرنګار ته په خبرو کې وویل: پامیر ۱۰۲ چاڼییز عملیات د هوایی قواوو په ملاتړ د یوه اونۍ راهیسی د نمک آب ولسوالی مربوطه سیمو کې ترسره شوی دی.
د هغه په وینا، تراوسه ۸ کلۍ د مخالفینو شتون څخه پاکسازی شوی، ۶ ترهګر وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوی دی او څو عراده نقلیه وسایل یی هم تخریب شوی دی.
کریمی زیاته کړه چی په مجموع کې پاکسازی عملیات د تخار ولایت په مربوطه سیمو کې د یو میاشتی راهیسی شروع شوی او تراوسه د بهارک، دشت قلعه او تالقان ښار چاپیره  د مخالفینو شتون څخه پاکسازی شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو او غیری مسوول مسلح کسانو شتون جاری کال کې ډير اندیښنې و خلګو ته رامنځته کړی دی.
 


د مطلب کود: 188226

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188226/د-تخار-ولایت-نمک-آب-ولسوالی-۸-کلۍ-ترهګرو-شتون-څخه-پاک-شو

آوا
  https://www.avapress.com