دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 188251
د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار ته یو شمېر وسله وال بریدګر ننوتي
د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار ته یو شمېر وسله وال بریدګر ننوتي دي چې اوس مهال په پستې څلورلاري کې له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، د وسله والو مخالفانو يوې ډلې نن د شنبې په ورځ ( چنګاښ ۲۲ مه)د دغه ولایت په مرکز قلعه نو کې د والي د دفتر سره نږدې د افغان ځواکونو په یو مرکز ډله ییز برید کړی دی.
ولایتي چارواکي وايي، وسله وال د پولیسو له خوا په هوټل کې محاصره شوي او نښته لا روانه ده.
د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې یو شمیر وسله والو د قلعه نو د " پسته" په چوک کې د ولایت د مقام سره نږدې پر افغان امنیتي ځواکونو برید کړی دی.
د بادغیس والي وویل، د بریدکوونکو هدف د والي دفتر وو.
خو هغه وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د دغه برید څخه له وړاندې خبر وو.
ښاغلي ملکزي وویل، چې وسله وال کسان د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په یوه ودانۍ کې محاصره شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي خبریالانو ته ویلي، چې نن غرمه شاوخوا دولس بجې او څلویښت دقیقې د وسله والو بریدګرو یوه ډله په قلعه نو کې یو هوټل ته ننوتي او له هغه ځایه یې د افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړې ده.
ښاغلي رحیمي وویل، تراوسه افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې دوه بریدګر وژل شوي او درییم بریدګر لا هم مقاومت ته دوام ورکوي.
هغه وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو سیمه قلعه بنده کړې ده.
د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ هم امریکا غږ اشنا ته وویل، چې بریدکوونکو لومړي پر افغان امنیتي سرتیرو باندې ډزې وکړې او بیل د والي دفتر سره نږدې یو هوټل ته ننوتل.
ښاغلي بیګ وویل، چې افغان هوايي ځواکونو سره د بریدګرو له منځه وړلو کې افغان هوايي ځواک هم مرسته کوي.
تراوسه لا د دغې برید له امله د پیښ شوي د سر د زیان په اړه د بادغیس ولایتي چارواکو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
خو د قلعه نو په ښار کې د یو دولتي روغتون مشر ډاکټر عبدالطیف روستايي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې تراوسه د برید له ځایه دغه روغتون ته دوه جسدونه او اته ټپیان وړل شوي دي.
هغه وویل وژل شوي کسان دواړه پولیس دي.
ښاغلي روستايي وویل، په ټپیانو کې څلور پولیس او د یوې ښځې په ګډون څلور ملکي وګړي شامل دي.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی
https://avapress.com/vdcaman6649nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته