دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 188260
شپني عملیات؛ کابو ۵۰ تنه له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي
د ملي امنیت ځواکونو په کابل، هلمند او کندهار ولایتونو کې په څو جلا عملیاتو کې کابو پنځوس تنه په ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو او طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې ډېری دغه کسان په دغو ولایتونو کې په شپنیو عملیاتو کې نیول شوي دي.
له دې ډلې یو شمېر دغه کسان تېره شپه(جمعه د چنګاش په ۲۱مه) د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ په بختیارانو کلي کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د کندهار ولایت چارواکي هم وايي چې څه باندې څلوېښت تنه دغه کسان هغه وخت د ملي امنیت ځواکونو لومې ته ولوېدل چې غوښتل یې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې، کندهار او هلمند ته راشي.
د کندهار والي حیات‎الله حیات په دې اړه وویل:«د دغې څلوېښت کسیزې دلې په منځ کې د بېلابېلو ولایتونو کسان - کندهار، ارزګان، هلمند، زابل، عزني، بادغیس، هرات، جوزجان، پکتیا او میدان وردګو کسان اوسېدونکي شامل دياو دغو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په ترسره شویو جرمونو یې اعتراف کړی او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.»
د کندهار د ملي امنیت رییس جنرال برکت الله څمکنی وايي:«موږ داسې کسان نیولي چې اصلاً د کندهار په جګړې پورې تړاو نه‎لري. مثلاً داسې کس دی چې وايي زه په بلخ کې د طالبانو د استخباراتو د مسوول مرستیال یم، چې اصلاً زموږ په ذهن کې نه وو، یوازې موږ ته اطلاع راکړل شوې وه چې ویجاړونکی کس در روان دی.»
هېوادوال، د ترهګرو او طالبانو د نیولو لپاره د شپنیو عملیاتو د ترسراوي ستاینه کوي.
د کابل د ده سبز ولسوالۍ د بختیارانو د کلي اوسېدونکی ذبیح الله وویل:«موږ له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار یوو. او موږ د هغوی فعالیتونه ستایوو؛ د دې لپاره چې د امنیتي ځواکونو د زحمتونو پایله ده چې موږ سوکاله یوو.»
د کندهار اوسېدونکی غلام رضا هم وايي:«له عدلي او قضايي بنسټونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د قانون په مطابق له ځانګړي جدیت او صداقت سره خپله دنده ترسره کړي، په پیسو، بډو او واسطې په سې دې نه ګرځي. او باید هڅه وکړي هغه څه چې د افغانستان په جزايي قانون کې ذکر شويو باید د خلکو لپاره دې پر ترهګرو دې عملي کړي.»
په روانه یوه میاشت نژدي ۸۰ تنه طالبان په کندهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري هغه مهال نیول شوي چې له پاکستانه هېواد په لور روان وو، خو بیا هم د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالی کې وسله‎والو طالبانو خپل بریدونه دوامداره ساتلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaian6w49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته