دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۴
د مطلب کود : 188263
بادغیس برید: د امنیتي حوزې امر په ګډون درې کسان وژل شوي
د بادغیس په مرکز قلعه نو ښار کې د ځانمرګي بریدګرو په ناڅاپي برید او ورپسې نښته کې د چارواکو په وینا د یوې امنیتي حوزی د آمر په ګډون درې تنه وژل شوي او ۲۴ پوځي او ملکي کسان ټپیان دي.

سیمه ییزې سرچینې وایي وسله وال د قلعه نو په زړه کې پر امنیه قومندانۍ د برید لپاره د پستې څلور لارې ته څېرمه د یوه هوټل ودانۍ ته ننوتل او د امنیې قومندانۍ پر ودانۍ یې ډزی پيل کړې.
د بادغیس روغتون ډاکټر عبداللطیف روستايي وايي:
''درې مړي راوړل شوي، چې نظامیان دي او ټپیانو کې اته ملکي کسان دي او پاتې نور نظامیان دي ''
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې ۲۵ سرتېري یې وژلي دي.

د بادغیس والي ویاند  ته د دغه رپوټ چمتو کېدو پر مهال ویلي، دوه بریدګر وژل شوي او دریم یې مقاومت کوي.
له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي و، دوه بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او د درېیم د ویشتلو عملیات دوام لري.
ښاغلی رحیمي وايي، بریدګرو ماسپښین ۱۲:۴۰ بجې برید پیل کړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، بریدګر ځانمرګي دي او یوه هوټل ته ننوتلي او پر 'عامو خلکو ډزې کوي'.
نوموړی وايي، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او بریدګر یې کلابند کړي دي.
د بادغیس مرکز قلعه نو کوچنی ښار دی، چې درنې پېښې او نښتې پکې نه دي شوې، خو د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ ناامنه دي او د لرې پرتو ځینو سیمو لارې یې هم تړلې پاتې دي
 
https://avapress.com/vdcd9j0fsyt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته