دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۱۹
د مطلب کود : 188265
له حکومتي ادارو سره د الوتنو د خوندیتوب هوکړه لیک لاسلیک شو
د ملکي هوايي چلند ادارې د الوتنو د خوندیتوب لپاره له څو حکومتي ادارو سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په افغانستان کې د ملکي الوتنو د خوندیتوب لپاره د ملکي هوايي چلند ادارې له پېنځه پوځي او ملکي ادارو سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې رييس محمد قاسم وفايي ويلي، چې اوس دوی د افغانستان پر الوتنو د ایکو سازمان باور را ژوندی کړی او نږدې ده، چې پر افغان الوتنو د اروپايي هېوادونو بندیزونه هم لیرې شي.
 د افغانستان الوتنې له څو کلونو راپدیخوا د اروپايي هېوادونو په تور نوملړ کې راغلې؛ خو اوس د ملکي هوایي چلند د ادارې رییس وايي: د یو لړ هڅو په ترڅ کې نږدې ده، چې پر افغان الوتنو د اروپايي هېوادونو دغه بندیز لیرې شي.
هغه زیاتوي؛ چې د نوي رادار سیستم له پېرودلو سره به د افغانستان د الوتنو ډېرې ستونزې اوارې شي.  
د ښاغلي وفايي په وینا؛ د پرمختللي رادار سیستم له فعالولو سره د افغان الوتنو ډېرې ستونزې حل شوي او لدې سره د نړیوالو باور هم را ژوندی شوی دی.
هغه وایي: مونږ نوی رادار سیستم لګولی؛ لدې وروسته به یوه ماشه هم د افغانستان له همغږۍ پرته تېره نشي او په نږدې راتلونکي کې به له ټولو هېوادونو سره الوتنې ولرو.
له بلې خوا پاکستان د افغانستان له حریم څخه پر تېریدونکیو الوتنو بندیز لګولی، چې لدې اړخه افغانستان شاوخوا اووه ویشت میلیون دالر زیان کړی دی؛ خو افغانستان د دغې ستونزې د اوارۍ لپاره دوه نوې فضايي کرښې پرانیستې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvcdytw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته