دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 188277
په هوایي ډګرونو کې د سړخونو جوړولو نوې طرحه جوړه شوې- مالیې وزارت
د ماليي وزارت مسوولین وايي، په بندرونو کې د صادراتي توکو د ساتنې لپاره د سړخونو جوړولو نوې طرحه جوړه شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي.

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دوه سړخونې، چې د۶۰ ټنه تازه میوې ساتنې ظرفیت لري د ۱۴ میلیون افغانيو پر لګښت جوړې او ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه سړخونې د کرنې وزارت او د یوې امریکايي موسسې له خواجوړې شوي.
د ماليي وزرات د ګمرکونو لوی رییس رشاد پوپل وايي، د هېواد په هوايي دهلیزونو او نورو بندري ښارونو کې د سړخونو جوړولو طرحي چمتو شوي او ژر به يي کارونه هم پیل شي.
هغه زیاته کړې، لدې کاره يې موخه د صادراتو پراختیا او د توکو ښه ساتنه ده.
د خصوصي سکتور غړي د حکومت لدې کاره هرکلی کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال شفیق الله عطایي ویلي، چې د داسې مجهزو سړخونو لپاره دهېواد په صادراتي بندرونو او هوايي دهلیزونو کې زیاته اړتیاده.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت الله غفوري بیا د هېواد په کچه د ۱۲ لویو سړخونو جوړولو د کار د پیل خبره کوي، چې هره یوه به يې د ۵۰۰ ټنه په اندازه د  توکو د ساتني ظرفیت ولري.
دا سړخونې په داسې حال کې جوړیږي، چې تېر کال د حامد کرزي په نړیوا ل هوايي ډګرکې د امکاناتو د نشتوالی له کبله د هېواد تازه میوې فاسدې شوې وې.
 
https://avapress.com/vdciyvazyt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته