کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي ځواکونو د بادغیس په پروني برید کې دوه تنه ځانمرګي بریدګر ژوندي نیولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سرطان 1398 ساعت 9:53

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار په پروني برید کې دوه تنه ځانمرګي برید ګر ژوندي نیولي دي.


د ملي دفاع وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي،:” د ملي اردو ځواکونو دوه ځانمرګي بریدګر د بادغیس په قلعه نو ښار په بريد کې ژوندي ونیول”.
خبر پاڼه زیاتوي، پنځو ځانمرګو بریدګرو چې پرون غرمه ۱۲:۳۰ بجې د بادغیس په مرکز قلعه نو ښار کې په یوه هوټل کې موضع نیولې وه او له دولتي ځواکونو سره په نښته شوي وو، په پایله کې درې تنه یې ووژل شول او دوه نور یې د ملي اردو ځواکونو له لوري ژوندي ونیول شول. 
په دې برید کې څلور تنه پوځي او ملکی وګړي شهیدان او شل تنه نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 188286

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188286/امنیتي-ځواکونو-د-بادغیس-په-پروني-برید-کې-دوه-تنه-ځانمرګي-بریدګر-ژوندي-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com