دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 188286
امنیتي ځواکونو د بادغیس په پروني برید کې دوه تنه ځانمرګي بریدګر ژوندي نیولي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار په پروني برید کې دوه تنه ځانمرګي برید ګر ژوندي نیولي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي،:” د ملي اردو ځواکونو دوه ځانمرګي بریدګر د بادغیس په قلعه نو ښار په بريد کې ژوندي ونیول”.
خبر پاڼه زیاتوي، پنځو ځانمرګو بریدګرو چې پرون غرمه ۱۲:۳۰ بجې د بادغیس په مرکز قلعه نو ښار کې په یوه هوټل کې موضع نیولې وه او له دولتي ځواکونو سره په نښته شوي وو، په پایله کې درې تنه یې ووژل شول او دوه نور یې د ملي اردو ځواکونو له لوري ژوندي ونیول شول. 
په دې برید کې څلور تنه پوځي او ملکی وګړي شهیدان او شل تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivvazqt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته