دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 188292
د ملي امنیت سلاکار: د قطر ناسته یو ښه پیل بللای شو
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي، چې د سولې په اړه د افغانان ترمنځ ناستې او خبرې هرځای او هر وخت ګټورې او مهمې دي.


نوموړي په دې برخه کې د قطر د وروستۍ ناستې یادونه وکړه، چې د ځینو ملاحظاتو با وجود یو ښه پیل بلل کېدلای شي.

 
په کابل کې د جرمني له سفیر پیتر پراګل سره په خبرو کې ښاغلي محب له آلمان هیواد او برغاف موسسې مننه وکړه، چې د دوحې ناستې په جوړونه کې یې مرسته وکړه او ددې زمینه یې برابره کړه، چې د افغان سولې په اړه نظریات، خبرې او وړاندیزونه شریک شي.

 د جرمني سفیر په داسې حال کې، چې د سولې په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملاتړ او هڅو ستاینه وکړه وویل، چې د سولې د ټینګېدو لپاره دغه ډول هڅې جاري ساتي. دواړو لورو د بین الافغاني ناستې د بل پړاو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې له افغان حکومت سره په تفاهم به یاده پروسه پر مخ ځي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1cdy0w6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته