دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 188303
ملی امنیت مشاور د آلمان سفیر سره په کابل کې ولیده
حمدالله محب؛ د هیواد ملی امنیت مشاور د پیتر پراګل د آلمان سفیر سره په لیدنه کې وویل چی ناستې او خبری اتری د افغانانو ترمنځ سولې په اړه په هر ځای او وخت کې مهم دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی محب په دی لیدنه کې قطر اخیر ناستې په اړوند وویل: دا ناسته د ځینو ملاحضاتو سربیره یو ښه شروع بلل کیدلای شی.
همدارنګه هغه د آلمان هیواد او برغاف موسسه څخه مننه وکړه چی د دوحه ناستې ترسره کیدو کې مرسته وکړه او ددی فرصت رامنځته کړه چی افغانانو ترمنځ سولې اړوند وړاندیزونه او خبری اتری او نظریات شریک شی.
په دی حال کې پیتر پراګل د آلمان سفیر په کابل کې، د افغانستان دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ په سوله پروسه کې، ټینګار وکړ چی هیواد یی په دی برخه کې خپل همکاریو ته ادامه ورکوی.
همدارنګه دواړه لوری د راتلونکې بین الافغانی خبرو اترو ناستې په اړه خبری وکړی او یادونه یی وکړ چی دا پروسه د افغانستان حکومت هماهنګی سره به مخته لاړ شی.
 
https://avapress.com/vdciuvazpt1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته