دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 188306
پکتیا کې یوې سیمه ییز راډيو ”گردېز عږ” مسؤول وژل شوي
د ګردیز غږ راډیو خپرونو مسول امین الله امیري وایي نادر شاه صاحب زاده، د جمعې په ماښام (د چنګاښ په ۲۱مه) نادرکه او نن شنبه (د چنګاښ په ۲۲مه) یې مړی د مرکز ګردېز اړوند پیر باغ سیمه کې موندل شوی دی.

 

امیري زیاتوي، نادرشاه صاحبزاده په ګردېز غږ راډیو کې د ادبي خپرونو چلونکی وه او په خبره یې کومه شخصي دښمني یې هم نه لرله.

د پکتیا امنیه قومنداني ویاند سردار ولي تبسم ویلي چې د پیښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې.

دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې د یوې سیمه‎ییزې رسنۍ کار کوونکی وژل کېږي، خو د افغانستان خبریالانو مرکز د معلوماتو پر بنسټ د شمېرو له مخې  په روان ۱۳۹۸ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د رسنیۍ ۶ تنه خبریال او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي.

https://avapress.com/vdcbgwb80rhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته