دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 188328
غزنی سیمه ییز چارواکې او وکیلان: داعش په دی ولایت کې فعالیت نه لری
غزنی سیمه ییز چارواکې او وکیلان په دی ولایت کې داعش حضور ردوی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ احمد خان سیرت، د غزنی پولیسو قوماندانی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې په دی ولایت کې داعش حضور په اړه وویل: موږ په غزنی کې داعش حضور خبر نه تاییدوو. داعش تراوسه د غزنی په هیڅ سیمه کې رسمآ خپل شتون اعلان نه دی کړی.

د غزنی پولیسو قوماندی ویاند سربیره، وکیل فکوری زاده، ددی ولایت یو تن ولایتی شورا غړۍ هم د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی داعش تراوسه غزنی هیڅ سیمه کې فعالیت نه دی درلودلی.

دا دوه مسئول مقام په داسی حال کې د داعش سلفی تروریستانو حضور په غزنی کې ردوی چی څو ورځې مخکط بی بی سی او رویترز اعلان کړی وو چی داعش غزنی ښار کې شیعیانو یو مسجد باندی ماین ایښوونې مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.

همدارنګه غزنی اوسیدونکې او ځينی مدنی فعالین هم په دی ښار کې ځینو زیارتونو خرابیدو په لړ کې، په دی ولایت کې داعش حضور او تخریبی فعالیتونو څخه اندیښنه شودلي دی.

https://avapress.com/vdcf0cdycw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته