کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی سیمه ییز چارواکې او وکیلان: داعش په دی ولایت کې فعالیت نه لری

23 سرطان 1398 ساعت 18:28

غزنی سیمه ییز چارواکې او وکیلان په دی ولایت کې داعش حضور ردوی.


 

د آوا په ګزارش سره؛ احمد خان سیرت، د غزنی پولیسو قوماندانی ویاند د آوا خبرنګار سره په مصاحبه کې په دی ولایت کې داعش حضور په اړه وویل: موږ په غزنی کې داعش حضور خبر نه تاییدوو. داعش تراوسه د غزنی په هیڅ سیمه کې رسمآ خپل شتون اعلان نه دی کړی.

د غزنی پولیسو قوماندی ویاند سربیره، وکیل فکوری زاده، ددی ولایت یو تن ولایتی شورا غړۍ هم د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی داعش تراوسه غزنی هیڅ سیمه کې فعالیت نه دی درلودلی.

دا دوه مسئول مقام په داسی حال کې د داعش سلفی تروریستانو حضور په غزنی کې ردوی چی څو ورځې مخکط بی بی سی او رویترز اعلان کړی وو چی داعش غزنی ښار کې شیعیانو یو مسجد باندی ماین ایښوونې مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.

همدارنګه غزنی اوسیدونکې او ځينی مدنی فعالین هم په دی ښار کې ځینو زیارتونو خرابیدو په لړ کې، په دی ولایت کې داعش حضور او تخریبی فعالیتونو څخه اندیښنه شودلي دی.


د مطلب کود: 188328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188328/غزنی-سیمه-ییز-چارواکې-او-وکیلان-داعش-په-دی-ولایت-کې-فعالیت-نه-لری

آوا
  https://www.avapress.com