دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 188329
پنټګان: د ۲۰۱۹ لومړیو پنځو میاشتو کې ٩٥٠ ملکي افغانان وژل شوي
د امریکا دفاع وزارت وايي، د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړيو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۳۱۶۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دفاع وزارت تازه د امریکا کانګریس ته د خپل امنیتي راپور وړاندې کولو پرمهال ویلي، چې د یادو ملکیانو له ډلې ۹۵۰ تنه وژل شوي او ۲۲۱۳نور ټپیان شوي دي.

د قاطع ملاتړ د ماموریت د معلوماتو په اساس د ۶۰ کسانو د وژل کېدو او ۵۵ د ژوبل کېدو مسولیت د بهرنیو ځواکونو او د ۶۸ کسان د وژل کېدو او ۹۰ کسانو د ژوبل کېدو مسولیت د افغان ځواکونو په غاړه دی.
دقاطع ملاتړ ماموریت وایي چې د پاتې ۷۷۸ کسانو د وژل کېدو او ۱۹۷۱ نورو د زخمي کېدو مسولیت د اورپکو ډلو په غاړه دی.
پر همدې مهال په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ مسؤلین هم د ملکي تلفاتو د شمېر زیاتوالې ته په اشاره وايي، چې یوازې په روانه میاشت کې ۱۹۰ ملکي افغان وژل شوي او نژدې درې سوه ټپیان شوي دي.
هغه وویل:"په تېرو لسو ورځو کې په هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې ده، طالبانو هم د سولې د خبرو د پیل سره سم له احتیاط څخه کار نه دی اخیستی، ځانمرګي او موټر بم بریدونه یې کړي دي."
طالبانو روانه میاشت په غزني او کابل کې خونړي موټر بم او ډله ییز بریدونه وکړل چې د افغان چارواکو په وینا لسګونه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړول.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د یکشنبې په ورځ د «چنګاښ پر۲۳مه» امریکا غږ ته وویل، چې د ملکي وګړو خوندیتوب د دوی له لومړیتوبونو څخه دی.
هغه وویل:"زموږ ټول منسوبین او سرتېري د خپلو عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړيتوب ورکوي، زموږ سرتيري د ملکي وګړو د خوندیتوب په هدف ډېر په دقت عملیات کوي."
د امریکا دفاع وزارت پر داسې مهال په افغانستان کې د روانو پنځو میاشتو په اوږدو کې ملکي تلفاتو زیاتېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو په اړه د امریکا او افغان هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcgx79qyak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته