کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت جنرال دوستم ته په غبرګون: پوځي عملیات د افغان امنیتی ځواکونو دنده ده

23 سرطان 1398 ساعت 19:50

د افغانستان دفاع وزارت د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال حضور ته په غبرګون کې وايي، د هېواد ساتنه او پوځي عملیات د افغان امنیتي ځواکونو دنده ده.



له هغې وروسته چې د ملي جنبش د ګوند یوه ویاند په جوزجان کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د موجودیت خبر ورکړ، دفاع وزارت یې په غبروګون کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د پوځي عملیاتو دنده پر غاړه لري.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي رسنیو سره په خبرو کې وویل، افغان امنیتي ځواکونو د هېواد ټول امنیتي وضعیت تر څارنې لاندې نیولی او د مخالفینو پر ځپلو بوخت دي.
د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند ویاند بشیراحمد رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ولسمشرۍ ماڼۍ او امنیت شورا د هېواد د شمالي سیمو له امنیتي وضعیت سره سیاسي برخورد کوي.
خو د دفاع وزارت ویاند په دې اړه ښاغلي دوستم ته ډاډ ورکوي او وایي: موږ د ولسمشر لومړي مرستیال او د ټولو شمالي ولایتونو ولسونو ته ډاډ ورکوو چې د یوې منظمې تګلارې له مخې د اړوندو اداراتو سره په همغږۍ د دې هېواد له خاورې ساتنه کوو او موږ د منظمو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی لرو.
دا په داسې حال کې ده چې جنرال عبدالرشید دوستم د تېرې پنجشنبې په ورځ د جوزجان ولایت په فیض اباد او خانقاه ولسوالیو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې راڅرګند شو.
که څه هم د جنرال دوستم راڅرګندېدل په پوځي عملیاتو کې کومه نوې خبره نه ده، نوموړي له دې وړاندې هم په یو شمېر پوځي عملیاتو کې ونډه اخیستې وه، خو دا ځل د افغانستان د ملي جنبش ویاند بشیراحمد ته ینج داسې وايي: د اجازې او نه اجازې خبره نه ده، کله چې تاسو د ځان، ملت او هېواد لپاره د خطر احساس کوئ، نو معلومه خبره ده چې د دې ټولو د ساتنې لپاره به لاس په کار کېږي.
د ملي جنبش ګوند ویاند همداراز وايي، امنیتي ګواښونه د هېواد په شمال کې مخ پر زیاتېدو دي او امنیتي ځواکونه باید د خپل مسؤلیت پر اساس خپلې دندې پرمخ یوسې.


د مطلب کود: 188331

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188331/دفاع-وزارت-جنرال-دوستم-ته-په-غبرګون-پوځي-عملیات-د-افغان-امنیتی-ځواکونو-دنده-ده

آوا
  https://www.avapress.com