دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 188345
ایکانومېک ټایمز: هند به احتمالاً د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي
د هند ایکانومېک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت پر اساس په یوه راپور کې ویلي چې هند به احتمالاً د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.


ورځپاڼه لیکي، د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته ویلي چې هند به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره- سره د طالبانو، پاکستان او چین د نفوذ د کمېدو لپاره له افغانستان سره مالي او نورو مرستو ته دوام ورکړي.
ایکانومېک ټایمز لیکلي:
د امریکا دفاع وزارت د خپل هېواد کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي چې که د افغانستان امنیتي وضعیت لا خراب شي ممکن له دې هېواد سره د هند د مرستو په وړاندې خنډ پېښ شي.
د پنتاګون په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدا په صورت کې هند ښايي د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي، څو له دې لارې په‌دې هېواد کې د طالبانو، پاکستانیانو او چینایانو د نفوذ د محدودولو هڅه وکړي.
د امریکا د دفاع وزارت راپور همدا راز وايي چې هند داسې باثباته افغانستان غواړي چې هغه تروریستان په‌کې ځالې جوړې نه کړای شي چې د هند ګټې ګواښي او له پاکستان سره نژدې اړیکې لري.
هند وايي چې د لشکر طیبه په شمول یو شمېر کشمیري ډلې په پاکستان کې مرکزونه لري او له هماغه ځایه په هندي کشمیر کې د حملو لپاره کار اخلي.
خو پاکستان د هند تورونه ردوي.
ځینو هندي چارواکو په وروستیو کې ادعا وکړه چې پاکستان هڅه کوي چې دغو ډلو ته چې د حملو اصلي هدف یې هند دی، د افغانستان په خاوره کې مرکزونه جوړ کړي.
هند افغانستان ته د خپل یوه مهم او ستراتیژیک دوست په سترګه ګوري.
دې هېواد په وروستیو څو کلونو کې افغانستان ته ۸ روسي «اېم.ای. -۳۵» هليکوپټرې ورکړي دي، خو د پنټاګون په راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته د هند اکثره مرستې د بشري چارو، زېربینايي پروژو او اقتصادي پروژو په برخو کې دي.
هند له ۲۰۰۲ میلادي کال را په‌دې خوا له افغانستان سره د څه باندې ۴ میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.
په بادغیس کې د شنبې په ورځ پر یوه هوټل د طالبانو د حملې، په افغانستان کې د یوه امریکايي پوځي د وژل کېدو او د یوه افغان ژورنالېست د وژل کېدو په اړه هم ګڼو ورځپاڼو مطالب خپاره کړي دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceev8znjh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته