کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انګلستان د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام وګاټه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سرطان 1398 ساعت 9:12

انګلستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ يو ورځينو لوبو نړيوال جام اتلولي وګټله.​ انګلستان او نیوزیلنډ پرون شپه د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې له یو بل سره مخ و.



لومړی نیوزیلنډ په توپ وهنه کې سیال ته د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ او انګلستان لوبه ور مساوي کړه، خو کله چې خبر سوپر اوور یا شپږ باله اضافه لوبې ته ورسېده انګلستاني ټیم نیوزیلنډ ته ماته ورکړه.
په سوپر اوور کې انګلستان لومړی بيټنګ وکړ او نيوزيلنډ ته يې د ۱۶ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې نيوزيلنډۍ لوبډلې ۱۵ منډې وکړې او په سوپر اوور کې هم لوبه مساوي شوه.
خو د کرکټ د قوانينو له مخې انګلينډۍ لوبډله په سوپر اوور کې د ډېرو څلوريزو وهلو له امله بريالۍ شوه.
په سوپر اوور کې انګلينډي لوبغاړو دوه څلوريزې خو نيوزيلنډي توپ وهونکو بيا يوه شپږيزه ووهله.
انګلستان د کرکټ بنسټګر هېواد دی او دا یې لومړی وار دی چې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې اتلولي خپلوي.
د کرکټ ۱۲ پړاوه نړيوال جام سيالۍ د لسو هېوادونو په ګډون چې افغانستان هم په کې شامل و د جون په ۳۰مه په انګلستان او ويلز کې پيل شوې وې چې د جولای په ۱۴ د کوربه انګلستان په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
 


د مطلب کود: 188349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188349/انګلستان-د-۲۰۱۹-میلادي-کال-کرکټ-نړیوال-جام-وګاټه

آوا
  https://www.avapress.com