دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 188355
احصاییه او معلوماتو ملی اداره: د ۹.۵ میلیون تذکرو تصفیه شروع شوي
ریاست جمهوری ټاکنو ته نږدی کیدو سره، احصاییه او معلومات ملی اداره د ۹.۵ میلیون تذکرو تصفیه پروسه څخه خبر ورکوی. ددی اداری مسؤولینو په وینا، په دی پروسه کې قرار دی چی صحیح او غیری صحیح تذکری یو د بل څخه بیل او وروسته ټاکنو کمیسیون نهایی نوملړ ته واستول شی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ احصاییه او معلوماتو ملی اداری مسؤولین وایی چی د رای ورکوونکو نوملړ د هغوی هویت تفکیک لپاره، د ټاکنو مستقل کمیسیون څخه لاسته راوړي او کار ورباندی شروع کړی دی. د هغوی په وینا، قرار دی په دی پروسه کې غیری صحیح تذکری د نوملړ څخه خارج شی.

مسعود علیشنګی، احصاییه او معلومات ملی اداره ویاند وایی چی د رای ورکوونکو نوملړ تفکیک باندی کار شروع شوی او قرار دی راتلونکې کې، دا نوملړ د تفکیک وروسته، ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستول شی. که څه هم هغه تاییدوی چی د هویت تذکرو تفکیک وخت نیوونکې دی، خو وایی چی دا نوملړ به ډير ژیر نهایی شی.

د ریاست جمهوری ټاکنو کې رای ورکوونکو ۹.۵ میلیون کسانو نوملړ، اخیرو ورځو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوری تصحیح او تفکیک لپاره احصاییه او معلومات ملی اداره ته واستول شو.
https://avapress.com/vdcftcdytw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته