کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ته تللی د افغان سوداګرو پلاوی کابل ته راستون شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سرطان 1398 ساعت 11:39

د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په هدف پاکستان ته تللی پلاوی کابل ته راستون شو.


د متشبیثینو د عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني چارواکو له دغه پلاوي سره ژمنه کړې چې په افغان سوداګرو به تعارفه ټيټه کړي: "پاکستان موږ سره ژمنه کړې چې په افغان سوداګرو تعارفه ښکته کوي، همدارنګه هغه موټر چې بنادرو ته راځي، د خروج اجازه ورکول کېږي او دغه شان د تورخم د بندر په اړه هم ژمنه ورکړل شوې چې ۲۴ ساعته به پرانېستی وي."
نوموړي وویل، دوی هېله مند دي د پاکستاني چارواکو دا ژمنې عملي جنبه پیدا کړي.
دا په‌داسې حال کې ده چې مخکې تردې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د سفر پر مهال هم له پاکستاني چارواکو سره په یو شمېر سوداګریزو ستونزو خبرې کړي
 


د مطلب کود: 188367

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188367/پاکستان-ته-تللی-د-افغان-سوداګرو-پلاوی-کابل-راستون-شو

آوا
  https://www.avapress.com