د متشبیثینو د عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني چارواکو له دغه پلاوي سره ژمنه کړې چې په افغان سوداګرو به تعارفه ټيټه کړي: "پاکستان موږ سره ژمنه کړې چې په افغان سوداګرو تعارفه ښکته کوي، همدارنګه هغه موټر چې بنادرو ته راځي، د خروج اجازه ورکول کېږي او دغه شان د تورخم د بندر په اړه هم ژمنه ورکړل شوې چې ۲۴ ساعته به پرانېستی وي."
نوموړي وویل، دوی هېله مند دي د پاکستاني چارواکو دا ژمنې عملي جنبه پیدا کړي.
دا پهداسې حال کې ده چې مخکې تردې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د سفر پر مهال هم له پاکستاني چارواکو سره په یو شمېر سوداګریزو ستونزو خبرې کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)