دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 188394
قرغزستان پخواني دفاع وزیر نیولو امر شوی
د قرغزستان چارواکو په غیاب کې د دې هېواد د دفاع د پخواني وزیر د نیولو امر ورکړی دی.

بوسورمانقل تبل داییف په فساد تورن شوی دی.
د کورنیو چارو د وزارت ویاندې کریمه امانقولوا په دی اړه رسنیو ته وویل چې تبلداییف چې د اوسېدو ځای یې نه‌دی معلوم د نیول کېدونکو افرادو په فهرست کې یې نوم شامل شوی دی.
د هغې په وینا پر نوموړي شک دی چې د جنایت کارې ډلې مشر عزیز باتوکاییف یې شپږکاله پخوا له وخته مخکې له زندانه خوشې کړی دی.
د روان کال د مې له میاشتې راهیسې د پخواني مرستیال صدراعظم، د پخواني روغتیا وزیر او پخواني لوی څارنوال په ګډون یو شمېر جګ‌پوړي پخواني چارواکي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال له زندانه د باتوکاییف د خوشې کېدو په مهال په خپلو دندو و، د ورته تورونو په خاطر توقیف شوي دي.
https://avapress.com/vdci3vaz5t1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته