دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 188405
د ولسمشرۍ نوماندانو او د هغوی مرستیالانو باندې د باورلیک وېش
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرتابه غړو، د ۱۳۹۸ کال د تلې د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر د څار په موخه، د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستي نوملړ شاملو نوماندانو او د هغوی مرستیالانو باندې، باورلیکونه ووېشل.

دغه باورلیکونه د هغو ۱۸ نوماندانو او د هغوی مرستیالانو ته ورکړل شوو؛ چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په وروستي نوملړ کې شامل وو؛ د دغه باورلیک په ترلاسي، نوماندان کولای شي چې خپل څاروونکي، د ټاکنو له بهیر څخه د څار په موخه، د ټاکنو د لایحو او کړنلارو سره سم وټاکي.
د یادولو وړ ده چې دغه راز باورلیکونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ټاکنو (د تعدیل شوي) قانون د نولسمې مادې د لومړۍ فقرې د نهم او لسم بند، د حکم پر بنسټ د ټاکنو اړوند ټولو بنسټونو، سیاسي ګوندونو، رسنیو او کتونکو ته ورکول کېږي.
دغه غونډه د ۱۳۹۸ کال دچنګاښ په ۲۴ نېټه د دغه کمېسیون د مشرتابه غړو اړوندو رئیسانو، د ولسمشرۍ نوماندانو او هغوی مرستالانو په ګډون د کمېسیون د رسنیو په مرکز کې ترسره شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgwb8srhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته