کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رضا محمدي به نور د افغانستان لپاره سیالیو ته وردانګي

24 سرطان 1398 ساعت 19:01

د بدني ښکلا ملي فدراسیون وايي: د بدني ښکلا اتل احمد رضا محمدي، چی ځو ځله د ایران تر رپي لاندې نړیوالو سیالیو ته وتلی؛ اوس یې پرېکړه کړې، چې لدی وروسته به د افغانستان تر درې رنګه رپي لاندې خپلې نړیوالې سیالۍ تر سره کوي.



دی، چې له آره افغان دی او له کلونو راپدیخوا په ایران کې ژوند کړی؛ د بدني ښکلا فدراسیون له مسوولینو سره یې په خبرو کې منلې، چې لدی وروسته به د افغانستان د درې رنګه رپي لاندی د بدني ښکلا په بهرنیو سیالیو کې د اهېواد لپاره ننداریز ډګر ته وردانګي.
احمد رضا محمدی پر ۲۰۱۷ کال د آسیا د بدني ښکلا په ننداریزو سیالیو کې د ۱۰۰ کیلو کرام وزن په پورته کولو اتل شو او د سروزرو مدال یې تر غاړې کړ.
 


د مطلب کود: 188407

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188407/رضا-محمدي-نور-د-افغانستان-لپاره-سیالیو-ته-وردانګي

آوا
  https://www.avapress.com