دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 188427
د پاکستان فضا د افغان الوتنو پرمخ پرانیستل شوه
د پاکستان دولت پرون دوشنبه اعلان وکړ چې، فضا یې د ټولو ملکي الوتنو پرمخ خلاصه ده.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي، له ۱۳۵ ورځو ځنډ وروسته پاکستان خپله هوایي فضا د افغان الوتنو پرمخ پرانیستله او زیاتوي چې لدې وروسته به کابل-ډیلي او کابل-ممبی ته ټولې الوتنې د پاکستان د فضا له لارې ترسره کیږي.
پاکستان داسې مهال د خپلې فضا د پرانیستلو خبر ورکوي چې، په دې وروستیو کې د افغانستان دولت اعلان وکړ چې د پاکستان د فضا د بندېدو د بدیل په توګه یې له لویدیځ څخه ختیځ ته دوې نوې لارې پرانیستلې دي.
یوه اونۍ وړاندې د هیواد د ملکي هوایي چلند ادارې اعلان وکړ چې، د افغانستان او د تاجکستان هیوادونو د ملکي هوایي چلند ادارو ترمنځ په هڅو سره د دواړو هیوادونو له لارې او وروسته د چین او ختیځې اسیا له لارې یوه نوې لاره ډیزین او د رسمی مباحثې څخه وروسته د لویدیځ څخه ختیځ ته نوې لاره د يوه نوټ یا (د ادارې رسمي يادښت) سره پرانستل شوه او د سيمې د ناویګیشن په سيسټم کې اضافه شوه.
د ملکي هوایي چلند ادارې چارواکي وایي، په تیرو څلورو میاشتو کې پاکستان څو ځلې ژمنه وکړه چې خپله هوایي فضا به د افغان الوتنو پرمخ بیرته پرانیزي، خو په خپلو ژمنو یې عمل ونکړ.
د روان زږدیز کال د جون میاشتې په ۱۱ مه نیټه د افغانستان ملکي هوایي چلند ادارې وویل چې، وروسته له هغې چې پاکستان هوایي فضا د افغان الوتنو پرمخ تړلې ده؛ افغانستان ته نږدې ۲۰ میلونه دالره تاوان اوښتی دی.
د یادونې ده، پاکستان پر افغانستان دغه هوايي لار د هند او پاکستان تر منځ د کړکیچ له زیاتیدو وروسته وتړله خو له هغې وروسته یې څو ځلې د پرانستلو ژمنه وکړه، ولې عمل یې پرې ونه کړ.
د هېواد د ملکي هوایي چلند اداره د پاکستان دغه قدام ستایي او هیله څرګندوي چې پدې سره به یو ځل بیا د افغان الوتنو په برخه کې شته ستونزې بیرته حل شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0cdyew6dcja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته