عبدالله ناجی نظری، د بدخشان ولایتی شورا غړۍ د
افغان غږ خبری آژانس سره په مصاحبه کې وویل چی د کران و منجان په ولسوالی کې لاجوردو معادن د قاری قدیر په نامه خلګو پولیسو یو قوماندان همکاری په ترڅ کې طالبانو کنترول ته ورغلی دی.
نظری زیاته کړه چی دا پیښه تیره شپه ۱۰ بجی رامنځته شوی او اوس معادن د طالبانو په لاس قرار لری.
ددی ولایتی شورا غړۍ په وینا د کران او منجان ولسوالی لاجوردو معادن د ۷۰ کالو راهیسی تر ګټی اخیستنې لاندی دی او بدخشان او سیمه کې یو د لویو معادنونو څخه دی.
هغه خبرداری ورکړ چی که دا معادن د طالبانو په لاس وی، هغوی به ډیر تجهیز شی او ددی معادن سقوط د طالبانو په لاس، د کران او منجان ولسوالی سقوط زمینه برابروی.
ښاغلی نظری ددی معادن سقوط د پنجشیر او تخار ولایتونو امنیت لپاره خطرناک وبلل او ټینګار وکړ چی باید سیمه ییز حکومت هرڅه ژیر اقدام وکړی.
دا په داسی حال کې دی چی سرو زرو معادن د بدخشان کوهستان او راغستان ولسوالیو کې هم د طالبانو په لاس قرار لری.