خوښ ديک ۰

لوګر ولایت کې د طالبانو نږدی ۱۰۰ میله بېلابیلی وسلی افغان کومانډو ځواکونو لاسته ورغلی دی

دفاع وزارت وایي په وسله والو طالبانو پورې اړونده نږدې ۱۰۰ میله بېلابیلي وسلې د افغان کومانډو ځواکونو لاسته ورغلې دي.
لوګر ولایت کې د طالبانو نږدی ۱۰۰ میله بېلابیلی وسلی افغان کومانډو ځواکونو لاسته ورغلی دی

 

په دې اړه د ملي دفاع وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي چې افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د لوګر په خروار ولسوالۍ کې شپني عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې په وسله والو طالبانو اړونده ۸۳ میله کلاشینکوفونه، ۷ میله تومانچې، او څه باندې ۱۰۰۰ مرمۍ د افغان کومانډو ځواکونو لاسته ورغلې دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې له دې وسلو سره یو ځای درې تنه ترهګر هم نیول شوي دي.

سی شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود: 188435 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *