دفاع وزارت وایي په وسله والو طالبانو پورې اړونده نږدې ۱۰۰ میله بېلابیلي وسلې د افغان کومانډو ځواکونو لاسته ورغلې دي.
په دې اړه د ملي دفاع وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي چې افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د لوګر په خروار ولسوالۍ کې شپني عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې په وسله والو طالبانو اړونده ۸۳ میله کلاشینکوفونه، ۷ میله تومانچې، او څه باندې ۱۰۰۰ مرمۍ د افغان کومانډو ځواکونو لاسته ورغلې دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې له دې وسلو سره یو ځای درې تنه ترهګر هم نیول شوي دي.